یوناما د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له ښوونکو، په ځانګړې توګه په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې له ښوونکو مننه کړې ده. یوناما ویلي، ښوونکي د زدهکړې، الهام او لارښوونې له لارې د خلکو د ژوند په پرمختګ او د سولهییزو ټولنو په جوړولو کې مهم رول لري. یوناما وایي، د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او ناسمو معلوماتو د زیاتېدو له امله د ښوونکو رول اوس تر بل هر وخت مهم شوی دی. یوناما د افغانستان له هغو ښوونکو ځانګړې مننه کړې چې د سختو شرایطو او محدودو امکاناتو سربېره خپلو ښوونیزو چارو ته دوام ورکوي.








