د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف وايي، امریکا په دې وروستیو کې د منځګړو له لارې وړاندیزونه کړي، خو تهران نور د وخت ضایع کېدو او یو اړخیزو غوښتنو منلو ته چمتو نه دی. قالیباف ویلي، د ایران دریځ روښانه او قطعي دی او د اسلاماباد د تفاهملیک له مخې، تر هغه چې د ایران اووه شرطونه پوره نه شي، د هرمز تنګي به پرانیستل نه شي. هغه زیاته کړې، ایران به هم جګړه او هم خبرې پر مخ وړي او د ډیپلوماسۍ له لارې به خپلې غوښتنې تعقیب کړي. قالیباف خبرداری ورکړی چې که مقابله دوام وکړي، مقابل لوری به له «نویو حیرانوونکو» اقداماتو سره مخ شي.








