د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وايي، په بېوزلو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې دوام لري، څو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه شي. دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روغتیايي مرکزونو بیارغونه د جاپان د نړیوالو همکاریو اژانس (جایکا) په ملاتړ ترسره کېږي. ملګرو ملتونو ویلي، د روغتیايي مرکزونو بیارغونه ډاکټرانو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او ناروغانو ته د غوره خدماتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي. د دغه پروګرام موخه په بېوزلو سیمو کې د خلکو د ژوند شرایطو ښه کول او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي پراخول دي.








