امریکا د ایران ۲۷ هوايي شرکتونه تحریم کړي، خو د ایران او افغانستان ترمنځ هوايي تګراتګ لا هم دوام لري. اوسمهال شپږ ایراني هوايي شرکتونه د کابل، تهران او مشهد ترمنځ الوتنې ترسره کوي. په دغو شرکتونو کې ایرانتور، ایرانایر، تابان، ساها، معراج او وارش شامل دي. د افغانستان د سیاحتي او درملیزو شرکتونو اتحادیه وایي، د بندیزونو له امله تر اوسه د افغانستان او ایران هوايي اړیکې نه دي درول شوې.








