د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د یمن پر سر له څو میاشتو اختلافونو وروسته، په ریاض کې سره لیدلي. په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان هم ګډون کړی او د یمن د وضعیت او د حوثیانو پر وړاندې د روانو اقداماتو په اړه خبرې شوې دي. دا لیدنه داسې مهال شوې چې سعودي عربستان له خپلو نړیوالو متحدانو سره د حوثیانو پر وړاندې د ملاتړ او همکارۍ په اړه سلا مشورې کوي.








