د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار کړی چې تاجکستان به د یوه سولهییز او باثباته افغانستان لپاره د افغانانو ملاتړ او رغنده سیمهییزو همکاریو ته دوام ورکړي. مهرالدین زیاته کړې چې د سیمې امنیت او ثبات له افغانستان سره نېغ په نېغه تړاو لري او د افغانستان د ثبات لپاره سیمهییزې همکارۍ مهمې دي. هغه همداراز د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمې له هېوادونو سره د لا زیاتو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.








