د یونان په پلازمېنې اتن کې د سیلانیانو د استوګنې په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې څلور امریکایي سیلانیان، یو بریټانوی او یو یونانی وګړی شامل دي. د چاودنې له امله ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی. په راپور کې ویل شوي د قربانیانو جسدونه د کنډوالو له منځه ایستل شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، ښايي د ګازو لیکېدل د چاودنې لامل وي، خو د پېښې په اړه لا هم څېړنې روانې دي.








