د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د کابل د سروبي ولسوالۍ د جګدلک په سیمه کې د یاقوتو له کانونو لیدنه کړې او هلته یې د کانونو د استخراج بهیر ارزولی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، بدري د کانکیندنې له قراردادي شرکت «اریانا هایلنډ» څخه غوښتي چې د قرارداد له شرایطو سره سم خپلې ژمنې عملي کړي او د سیمې د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه وکړي. د وزارت په وینا، نوموړي د سیمې د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدلي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








