د افغانستان بانک وایي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتل یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د پولي سیاستونو په پلي کولو سره یې د افغانیو ارزښت باثباته ساتلی دی. بلخوا، د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د لویو زیربنايي پروژو پیل او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له لوري د پانګونې دوام، د افغانیو د ارزښت د ثبات له مهمو لاملونو څخه دي.








