د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د اکتوبر په نیمایي کې له ۱۰۰ څخه د ډېرو امریکايي شرکتونو له یوه سوداګریز پلاوي سره د ازبکستان سمرقند ته سفر وکړي. د هند لپاره د امریکا د استازولۍ لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه سفر موخه د امریکا او منځنۍ اسیا ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت پیاوړتیا او د ډیپلوماټیکو او سوداګریزو همکاریو پراخول دي. د راپور له مخې روبیو به د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه کې هم ګډون وکړي او د سیمې پر اقتصادي همکاریو، د انرژۍ پر امنیت او ګډو سیمهییزو مسایلو په اړه به خبرې وکړي. نوموړی به له ازبکستاني او د سیمې له نورو چارواکو سره د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.








