د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د روانې اونۍ پر مهال د پولیو ویروس ۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، څلور پېښې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ، دوه د هلمند په نهرسراج او کجکي ولسوالیو او یوه بله پېښه په بغلان کې ثبت شوې ده. له دې سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.








