د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نقیبالله «مسرور» ویلي، د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د یوه هینو موټر له سړک څخه د اوښتو له امله اته کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کلفګان ولسوالۍ په ګزیستان سیمه کې شوې ده. مسرور زیاتوي، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.








