د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ترانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه هوکړه کړې ده. دواړو لورو د ځمکني ترانسپورټ اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده. همداراز، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او د ترانزیټي موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو ټینګار شوی دی. ناسته د افغانستان په کوربهتوب او د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت په مشرۍ ترسره شوې ده.








