د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد اذربایجان «ورور هېواد» بللی او له باکو سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. نوموړي له یوې اذربایجاني رسنۍ سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د روسیې دریځ ستایلی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې ا.ا په رسمیت وپېژني. مجاهد همداراز ویلي، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ا.ا استازي ته د سپارلو هڅې روانې دي، خو د ځینو هېوادونو سیاسي نفوذ د دې کار خنډ شوی دی. هغه ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو په اړه د افغانستان پر سر شته اختلاف باید د بېطرفۍ او خپلواکۍ پر بنسټ حل شي.








