د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال په ایران کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري سره د کرنې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د تجربو پر شریکولو خبرې کړې دي. د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې، ایراني لوري د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د واردولو په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی. د ایران د کرنې وزیر ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي. بلال د دغو همکاریو د عملي کېدو، د کرنې د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.








