د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي رییس غلامالرحمن کظیم په مشرۍ افغان پلاوي د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له چارواکو سره د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې هندي چارواکو په افغانستان کې د فاضلابو د تصفیې مرکزونو د جوړولو او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








