د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې جوړه شي. د یاد سازمان په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت او د دغه هېواد په اړه د غړو هېوادونو د هڅو د همغږۍ په اړه خبرې وشي. همداراز، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه به هم د عمومي اسامبلې په څنډه کې ترسره شي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې د لوړې کچې بحثونه د سپټمبر له ۲۲مې پیلېږي.








