د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ډالر د بیې له ټیټېدو سره سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لا هم لوړې دي. اوسمهال د کابل ښار په بازارونو کې یوه بوجۍ اوړه ۱۵۵۰، وریجې ۲۸۰۰، مایع غوړي ۵۴۰ او یو پېپ جامد غوړي ۱۹۳۰ افغانۍ پلورل کېږي. سوداګر د ترانسپورټ د کرایو او په بهرنیو بازارونو کې د بیو لوړېدل د خوراکي توکو د بیو د نه راکمېدو لاملونه بولي. ورته مهال کابل ښاروالۍ وايي، د لومړنیو توکو بیې څاري او له هغو پلورونکو سره به قانوني چلند وکړي چې له ټاکل شویو نرخونو سرغړونه کوي.








