د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د نفتو له وزیر محسن پاکنژاد سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو د برابرولو، د مسلکي او تخنیکي زدهکړو، د نفت او ګازو د اکتشاف او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. ایراني لوري په یادو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او دواړو خواوو د عملي همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ تخنیکي ټیمونه هم معرفي کړي دي.








