د بلخ ولایت د حیرتان دوراهي په سیمه کې د «امام شقیق بلخي (رح)» صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري کېښودل شوه. برادر په دې مراسمو کې ویلي، د دغه صنعتي ښارګوټي په بشپړېدو سره به په بلخ کې د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه هواره، صنعتکارانو ته به د فعالیت زمینه برابره او پر وارداتو به د هېواد اتکا کمه شي. نوموړي زیاته کړې چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د «امام شقیق بلخي (رح)» صنعتي ښارګوټی پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړېږي چې د بېلابېلو برخو د خامو موادو د پروسس، معیاري محصولاتو د تولید او صادراتو لپاره به زمینه برابره کړي.








