د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او سلګونه کورونه او حیاتي زیربناوې یې زیانمنې کړې دي. یونیسف ویلي، دغه سېلابونه د جولای له ۲۰مې د اګست تر ۳مې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې راوتلي او د ګڼو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی. د دغه سازمان په وینا، د نورستان پارون ولسوالۍ تر ټولو ډېره ځپل شوې چې ۲۴ کسان پکې مړه، ۱۲۵ ټپیان او یو شمېر نور ورک شوي دي. یونیسف وايي، په پارون کې ۱۲۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او یو روغتیايي مرکز، سیمهییز بازارونه، پلونه، سړکونه او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.








