د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان په یوه رسمي سفر فرانسې ته روان شوی دی. د سعودي شاهي ماڼۍ وايي، دا سفر د پاچا سلمان بن عبدالعزیز په لارښوونه او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په بلنه ترسره کېږي. ټاکل شوې محمد بن سلمان له مکرون سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ستراتیژیکې همکارۍ او د منځني ختیځ پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړي. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د سفر پر مهال به د سعودي-فرانسې د ستراتیژیکې مشارکت شورا لومړنۍ غونډه هم ترسره شي او یو شمېر اقتصادي هوکړې به لاسلیک شي.








