د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي چې واشنګټن باید له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي؛ ځکه د نوموړي په باور، له افغانستانه مخ اړول جیوپولیټیکه تشه رامنځته کوي او د ترهګرو ډلو او د امریکا سیالانو ته د فعالیت زمینه برابروي. خلیلزاد ویلي، د ا.ا د واکمنۍ له پنځو کلونو وروسته د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت له هغه څه ښه دی چې مخکې یې تمه کېده. نوموړي د افغانستان د زیربناوو پراختیا، له کرنې ملاتړ او سیمهییزې ډیپلوماسۍ ته هم اشاره کړې او دغه برخې یې د پام وړ پرمختګونه بللي دي. هغه له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو خرابوالی هم د هغو تحولاتو له ډلې بللی چې د ده په وینا، مخکې یې تمه نه کېده.








