د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په یاد ولایت کې د تېر کال په پرتله د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ریاست د مطبوعاتو مسوول محمد ولي امرخېل ویلي چې سږ کال په بغلان ولایت کې پر ۵ زره ۵۰ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي. د سرچینې په وینا، تېر کال ټولټال ۱۳۸ زره ۱۲۴ مټریک ټنه حاصلات راټول کړل شوي او دغه کچه سږ کال ۱۵۹ زره ۷۵ مټریک ټنو ته پورته شوې چې دا د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښيي.








