په بلخ ولایت کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د «مولانا جلالالدین محمد بلخي» په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو صنعتکارانو او تولیدوونکو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارتون جوړوونکو ویلي، په دې پروګرام کې له ۱۷۰ څخه په ډېرو غرفو کې د بلخ، کابل، ننګرهار او غزني ولایتونو شرکتونو ګډون کړی دی. د بلخ سیمهییزو مسوولینو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د صنعت د ودې ډاډ ورکړی او له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو یې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.








