د سيبياېس ټلویزیون د راپور له مخې، ایراني چارواکو په خصوصي خبرو کې د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو ته ویلي چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو برید «تېروتنه» وه او د سختدریځو یوې ډلې له لوري ترسره شوی دی. په راپور کې ویل شوي، ایران د خبرو اترو د دوام غوښتونکی دی، خو سپینه ماڼۍ غواړي تهران په رسمي ډول د دغو بریدونو مسوولیت ومني. همداراز، ټرمپ خپل مذاکره کوونکي ټیم ته د خبرو د دوام لارښوونه کړې او ټاکل شوې د دواړو لورو بل پړاو خبرې نن په عمان کې ترسره شي.








