د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، تهران به د ګواښونو او فشارونو پر وړاندې تسلیم نه شي او د «زور ویلو او باج اخیستلو وخت» تېر شوی دی. قالیباف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، امریکا د ژمنو په ماتولو، د نورو بریدونو په ګواښ، د تېلو پر بندیزونو او د ایران پر سوېل د برید له لارې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. نوموړي د لبنان پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو دوام هم د ژمنو ماتول بللي او ویلي یې دي، دا ډول چلند به کومه پایله ورنه کړي او ایران به د هر ډول فشار پر وړاندې مقاومت وکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی دی.








