د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۱۲۰۰ متره کانګریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د اسعداباد ښاروال مولوي رحمت الله شهامت ویلي، دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د روان مالي کال په ترڅ کې به ۱۴ نورې رغنیزې پروژې هم پلې شي. د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بنسټیزو او رغنیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی.








