د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وایي، په بهر کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پراختیا د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. جلالي، ویلي هڅه کېږي چې په ټولو هېوادونو کې افغان وګړو ته د اسنادو او کونسلي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي بهر مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د شته ستونزو یادونه کړې او ویلي يې دي چې که څه هم هڅې روانې دي څو په ټولو هېوادونو کې افغان وګړو ته اسانتیاوې برابرې شي، خو د ځینو سفارتونو د تړل کېدو له امله خپلو اتباعو ته د خدماتو رسونه له خنډونو سره مخ کېږي.








