د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې لا هم ګڼ ماشومان د واکسین له لومړنیو ډوزونو بېبرخې دي او واکسیناسیون ته د هغوی لاسرسی یوه مهمه اړتیا ده. یونیسف په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی چې د ماشومانو واکسین کول د ګڼو مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزمنه لاره ده. دغه بنسټ زیاته کړې چې د همکارو ادارو په ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د ژغورونکو واکسینونو رسولو بهیر دوام لري. یونیسف له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه وکړي، ځکه واکسین کول د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم رول لري.








