د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش، ویلي چې د نړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه څړځایونه یا له منځه تللي او یا هم د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي. ګوتېرېش د صحرايي کېدو او وچکالۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې څړځایونه د ځمکې نږدې نیمايي برخه جوړوي او د نړۍ له څه باندې دوو میلیاردو کسانو سره د خوړو او معیشت په برخه کې مرسته کوي. نوموړي د نړۍ له خلکو غوښتي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د څړځایونو د ساتنې او د صحرايي کېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي. بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له دې مخکې ټینګار کړی و چې د کرنې پر سکټور د خلکو د پراخې اتکا له امله، د ځمکو بیارغونه، د اوبو سرچینو ساتنه او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د اغېزمنو لارو چارو پلي کول ځانګړی اهمیت لري.








