د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د پنجشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، نورستان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې د نسبتا سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې په مرکزي، سوېلي، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د رامنځته کېدو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.








