د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې ۸.۸ میلیونه ماشومان، چې د ټولو ماشومانو ۴۱ سلنه جوړوي، په یو وخت کې له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې سېلابونه، وچکالي، د تودوخې څپې، سخته ګرمي او د شګو او دوړو توپانونه هغه مهم اقلیمي خطرونه دي چې افغان ماشومان اغېزمنوي. د راپور له مخې، افغانستان د سویلي اسیا په کچه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ماشومانو د زیانمنېدو له پلوه له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.یونیسف زیاته کړې چې د هېواد له ۷۵ سلنې ډېر ماشومان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي، تر نیمايي زیات یې د تودوخې له اوږدمهالو څپو اغېزمن شوي او څه باندې ۱.۷ میلیونه نور ماشومان د سېلابونو له خطر او زیانونو سره مخامخ دي.








