د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې. چارواکي وایي، دغه روغتون به په ۱۸ میاشتو کې په معیاري ډول جوړ او د سیمې خلکو ته به روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي. د غزني د عامې روغتیا ریاست په وینا، په دې روغتون کې به ۴۵ داخلي، عاجلې او خدماتي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، جومات او نور اړین تاسیسات جوړ شي. د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې هرکلی کوي او وایي، د روغتون په جوړېدو سره به د درملنې لپاره نورو سیمو ته د ناروغانو د لېږد اړتیا کمه شي.








