په مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په کوالالمپور کې د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د مالیزیا د دفاع وزارت د سکرتر جنرال له مرستیال، داتوک محمد یاني سره کتلي دي. د سفارت په وینا، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د ظرفیت لوړونې او تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوي فرصتونه رامنځته کړي.








