د غزني امنیې قومانداني ویلي چې د ولایت د مقام په مشرۍ د ګډې غونډې له پرېکړې سره سم په دغه ولایت کې د پټاقیو پلور، پېر او کارول په بشپړ ډول منع شوي دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي ویلي چې ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د مرکز او ولسوالیو په کچه د پټاقیو د کارونې او خرڅلاو مخه ونیسي او سرغړونکي ونیسي. هغه له خلکو غوښتي چې د پټاقیو د واردولو، پلورلو او کارولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي. په همدې حال کې د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دې پرېکړې هرکلی کوي او وایي چې دا اقدام به د عامه نظم په ښه والي او د ماشومانو د احتمالي ټپي کېدو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.








