د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې د ایبولا ناروغۍ وروستۍ خپرېدنه د جګړو او بېځایه کېدو له امله اغېزمنو شویو ټولنو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی. د یاد سازمان په وینا، له دوو میلیونو څخه ډېر بېځایه شوي کسان اوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ایبولا د انتقال لوړ خطر پکې شته. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړنیو مرستو او پراخو روغتیايي اقداماتو ته اړتیا ده. دغه سازمان زیاته کړې، په جګړه ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د ایبولا د خپرېدو خطر لا زیات کړی او د نړیوال ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.








