په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي حسن ګل حسن، د سنټ پیټرزبورګ نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک، د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس سرګي کاتیرین او یو شمېر نورو روسي چارواکو سره جلا جلا کتلي دي. روسیه کې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو کتنو کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، افغان سوداګرو ته د فرصتونو د زیاتوالي او په سنټ پیټرزبورګ کې د مېشتو او زدهکړیالو افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.








