د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، شاهرخ ګلیاموف، ویلي چې د افغان ـ ټرانس ټرانزیټي دهلېز د اقتصادي او تخنیکي امکانسنجۍ بهیر فعال پړاو ته داخل شوی او تمه ده د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي. نوموړي د «ترمذ خبرو اترو» په دویمه غونډه کې ویلي چې د دې سترې سیمهییزې پروژې د طرحې کار نوې مرحلې ته رسېدلی او همدا اوس د امکانسنجۍ د چمتووالي عملي کارونه روان دي. هغه زیاته کړې چې میداني سروې او تخنیکي ارزونې هم پیل شوې دي. ګلیاموف افغان ـ ټرانس دهلېز د سیمې له مهمو ستراتیژیکو پروژو څخه بللی او ویلي یې دي چې دا پروژه به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلون په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي، او کېدای شي په راتلونکي کې د افغانستان دننه په پراخ ترانسپورټي شبکه بدله شي.








