د ایران په سمنان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه افغانان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه پېښه پرون د ایوانکي-شریفاباد لویې لارې په ۱۳ کیلومترۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د افغان مسافرو موټر له یوې لارۍ سره ټکر شو. د سمنان ولایت د سرې میاشتې چارواکو تایید کړې چې د پېښې ټول قربانیان افغانان دي، او ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.








