مسکو ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د کابل د رسمي غوښتنې په صورت کې به اړینې مرستې برابرې کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو رسمي اجازه ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړې، که اړتیا پېښه شي او د افغانستان له لوري غوښتنه وشي، مسکو به خپلې بشري مرستې افغانستان ته واستوي.








