چین ویلي، چې افغانستان، میانمار او لاوس ته د ۴۱ ډوله کیمیاوي توکو د صادراتو لپاره د جواز اخیستو پخواني مقررات به پر خپل حال پاتې وي. د چینايي چارواکو په وینا، د دغه هېواد د صادراتي کنټرول لاندې کیمیاوي موادو لېست د امریکا، کاناډا او مکسیکو لپاره هم پراخ شوی او د موادو شمېر زیات شوی دی. د چین د څو وزارتونو ګډ بیان کې ویل شوي چې د دې اقدام موخه د صادراتو د مدیریت پیاوړي کول او د نشهیي توکو په تولید کې د دغو موادو د ناوړه استفادې مخنیوی دی. چینايي چارواکي وایي، د نړۍ نورو هېوادونو ته د دغو توکو صادرات ځانګړي جواز ته اړتیا نه لري، خو د ځینو هېوادونو لپاره محدودیتونه سخت شوي دي.








