د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) ویلي، کرنه د افغانستان د اقتصاد اساسي برخه ده او د هېواد د شاوخوا ۸۰ سلنه وګړو د عاید او د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو سرچینه ګڼل کېږي. یاد سازمان ویلي، چې د کرنې سکتور پیاوړتیا او په کرنیزو کاروبارونو کې پانګونه، په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د ښه والي، د کارموندنې د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهمه ده. فایو ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو له کمېدو سره سره، د خوړو ناامني او خوارځواکي لا هم پراخه ده او په خصوصي سکتور او بازار کې دوامدارو پانګونو ته اړتیا موجوده ده. د یاد سازمان په وینا، دا ډول پانګونې کولی شي د کار زمینه برابره کړي، له بزګرو ملاتړ وکړي او سیمهییز اقتصاد پیاوړی کړي.








