د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له ۷۰۰ هغو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي. دغه مرستې د سېشنبې په ورځ پر اړمنو کورنیو وېشل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش د یوه ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوی دی. د سرچینې په خبرع، یادې مرستې په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته رسېدلې دي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې مالي او بشري زیانونه لیدلي دي.








