د بغلان امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت په ده صلاح، دهنه غوري، مرکزي بغلان، جلګې، دوشي او خوست ولسوالیو کې نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه د نشهيي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده. امنیې قومندانۍ په یوه اعلامیه کې د دې کښتونو د له منځه وړلو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.








