د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او قره قالپاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان د خپلو پراخو طبیعي زېرمو، مهم ترانزیټي موقعیت، ځوان بشري ځواک او مخ پر ودې بازار له امله د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د ګډې پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي دي. عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې په برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له خصوصي سکتور څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او د پانګونې او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.








