د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې شپږم تر ټولو زیانمن هېواد دی او له پرلهپسې وچکالیو، سېلابونو، سختې ګرمۍ او د خوړو د خوندیتوب له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی. یاد پروګرام زیاتوي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي ګواښونو له امله لوړ زیان ویني، خو د مقابلې او چمتووالي وړتیا یې محدوده ده. د دغې ادارې په وینا، په تېرو لسیزو کې وچکالیو، ناڅاپي بارانونو، ویجاړوونکو سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د اوبو زېرمو ظرفیت کم کړی، ګڼې سیمې یې زیانمنې کړې او ډېرې کورنۍ یې له خپلو مېنو بېځایه کړې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د خپلو پرمختیايي پروژو له لارې یې د محافظتي دېوالونو په جوړولو، د اوبو لګولو کانالونو په خوندي کولو، د سیندونو د غاړو په رغولو او د اوبو د مدیریت په برخو کې له خلکو سره مرستې کړې دي.








