د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د بلخ ولایت د حیرتان بندر په دوه لارې سیمه کې د باروړونکو موټرو د ترمینل د جوړېدو چارې پیل شي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، د دغې پروژې ټول لګښت څه باندې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د وزارت په وینا، د یاد ترمینل په جوړېدو سره به د باروړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د ترانسپورټي خدمتونو د تنظیم برخه کې به مهم پرمختګ رامنځته شي.








