د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي او د ۲۴ فعالو فابریکو په فعالیت سره کندهار د ځانبسیاینې پر لور روان دی. د خونې مشر، سید سرور اماني، وایي چې که څه هم لا هم یوه برخه غوړي له بهره واردېږي، خو تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به کندهار د خوراکي غوړیو په تولید کې ځانبسیا شي. د هغه په وینا، دا مهال په کندهار کې ۲۴ فابریکې له پنبې څخه غوړي تولیدوي او دغه صنعت د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.








