د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مالوماتو له مخې، تر دې مهاله د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د نوبت، احصایې او عوایدو په برېښنايي سیستمونو کې ټولټال ۱۰۷ زره او ۴۵۵ موټر ثبت شوي دي. د وزارت په وینا، دا بهیر د ټرانسپورټي چارو د شفافیت او د خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره روان دی. د مالوماتو له مخې، نږدې ۶۹ زره باروړونکي موټر د رونډ نوبت په سیستم کې شامل شوي او څه باندې ۳۸ زره مسافروړونکي موټر د احصایې او عوایدو په برېښنايي سیستمونو کې ثبت شوي دي.








